ایکنانیوز د الدستور له قوله راپور راکړ، د مصر د خدای بخښلي قاری محمود خلیل الحصري لور یاسمین الخیام(یاسمین الحصری) د مصر د ؛الحیاء سپوږمکیز چینل په پروګرام؛بالخطالعریض؛ کې په خبرو کې ووئيل؛د شیخ الحصري د دیني او اجتماعی خدماتو د بنیاد لومړنۍ موخه د قرآن او د قرآن د مینه والو خدمت کول دي.
هغه ووئیل دغه بنیاد د افریقائي ډلې ټپلې مني او په دې کې د قرآن قاري میرمنې فعالې دي او همداراز د یتیمانو،بوډاګانو کور او د الازهري ژپې د زده کړې مرکز لري چې ډير کسان ورڅخه فارغ التحصیل کیږی.
د شیخ الحصری لور روښانه کړې ده ، د الحصری فاؤنډیشن موخه له هغو صالح فار غ التحصیلانو روزنې او ټولنې سره همپالنه ده چې مینځ پلوه انسان وي او افراط پالنې اوسرزورۍ لیرې وي.
یاسمین الحصري په دوام کې ووئيل؛ د خیریه فعالیتونو فاؤنډیشن د کورونو د جوړولو ، د څاګانو د کندلو، د یتیمو جوړو لپاره د جهیزئې برابرولو په څير ډير کارونه ترسره کوي او د هغو مهاجرینو ځانګړی کورونه لرو چې په قاهرې او ااکتبر سیمې کې زده کړې کوي.
هغې ووئيل، له آسیائي او افریقائي هیوادونو څخه هغه ډلې ټپلې هم منو چې د شیخ الحصری په سټال د ترتیل او قرآن زده کولو او د قرآني مجوز د اخستو لپاره دغه مرکز ته راځي.
د مصر دغه مبلغه میرمن دغه راز وائي؛ له خیریه مرستو سره د تبلیغاتو د ترسره کیدا مخالف یوو او دا مرستې داسې امانت دیچې یوازې د تیمانو او خیریه چارو باندې لګیږي، خداوندمتعال د تیرې پيړۍ په شپتمې میلادي پيړۍ کې د الحصری خیریه فاؤنډيشن د تاسیس له وخت راهسې تر دې دمه مونږ چا ته محتاج کړي نه یوو.
https://iqna.ir/fa/news/4266711